بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ
قُلْ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلْكَـٰفِرُونَ ﴿١﴾
109:1 (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى كافرانو!
لَآ أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ ﴿٢﴾
109:2 زه د هغو (شیانو) عبادت نه كوم چی تاسو يې عبادت كوئ
وَلَآ أَنتُمْ عَـٰبِدُونَ مَآ أَعْبُدُ ﴿٣﴾
109:3 او نه تاسو د هغه ذات عبادت كوونكي يئ چې زه يې عبادت كوم
وَلَآ أَنَا۠ عَابِدٌ مَّا عَبَدتُّمْ ﴿٤﴾
109:4 او نه زه د هغه شي عبادت كوونكى یم چی تاسو يې عبادت كړى دى
وَلَآ أَنتُمْ عَـٰبِدُونَ مَآ أَعْبُدُ ﴿٥﴾
109:5 او نه تاسو عبادت كوونكي یئ د هغه ذات چې زه يې عبادت كوم
لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِىَ دِينِ ﴿٦﴾
109:6 تاسو لپاره ستاسو دین دى او زما لپاره زما دین دى