QuranQuiz bySALSABIL STUDIO
Open the appOpen app

سورة الطارق

Surah At-Tariq in Pashto

17 ayat · Meccan · Surah 86 of 114

🌐 Translation: پښتو

Englishالعربية (بلا ترجمة)اردوBahasa IndonesiaBahasa MelayuTürkçeFrançaisDeutschEspañolPortuguêsItalianoNederlandsРусскийفارسیবাংলাहिन्दीSoomaaliKiswahiliHausaShqipBosanskiAzərbaycancaOʻzbekcha中文日本語한국어ภาษาไทยTiếng ViệtTagalogپښتوPolskiSvenskaNorskSuomiČeštinaRomânăБългарскиУкраїнськаעבריתதமிழ்മലയാളംతెలుగుमराठीગુજરાતીनेपालीසිංහලঅসমীয়াسنڌيدریKurdîދިވެހިئۇيغۇرچەአማርኛAfaan OromooYorùbáKinyarwandaBamanankanChiyaoTamaziɣtMëranawТоҷикӣҚазақшаТатарчаភាសាខ្មែរEnglish (Abdel Haleem)

Translation: Zakaria Abulsalam

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلسَّمَآءِ وَٱلطَّارِقِ ﴿١﴾

86:1 قسم دى په اسمان او د شپې په راتلونكي

وَمَآ أَدْرَىٰكَ مَا ٱلطَّارِقُ ﴿٢﴾

86:2 او ته څه شي پوه كړې چې د شپې راتلونكى څه شى دى؟

ٱلنَّجْمُ ٱلثَّاقِبُ ﴿٣﴾

86:3 ځلېدونكى ستورى دى

إِن كُلُّ نَفْسٍ لَّمَّا عَلَيْهَا حَافِظٌ ﴿٤﴾

86:4 نشته هېڅ یو نفس مګر په هغه باندې څارونكى (ساتونكى) شته

فَلْيَنظُرِ ٱلْإِنسَـٰنُ مِمَّ خُلِقَ ﴿٥﴾

86:5 نو انسان دې وګوري چې دى له څه شي نه پیدا كړى شوى دى؟

خُلِقَ مِن مَّآءٍ دَافِقٍ ﴿٦﴾

86:6 دى له ټوپ وهونكو اوبو نه پیدا كړى شوى دى

يَخْرُجُ مِنۢ بَيْنِ ٱلصُّلْبِ وَٱلتَّرَآئِبِ ﴿٧﴾

86:7 چې د شا او له سینو د هډوكو له مینځ نه راوځي

إِنَّهُۥ عَلَىٰ رَجْعِهِۦ لَقَادِرٌ ﴿٨﴾

86:8 بېشكه دغه (الله) د دغه (انسان) په بیا راژوندي كولو یقینًا قادر دى

يَوْمَ تُبْلَى ٱلسَّرَآئِرُ ﴿٩﴾

86:9 په هغې ورځ چې د پټو څیزونو به (په كې) څېړنه (او څرګندونه) كولى شي

فَمَا لَهُۥ مِن قُوَّةٍ وَلَا نَاصِرٍ ﴿١٠﴾

86:10 نو د دغه (انسان) لپاره به نه هېڅ قوت وي او نه څوك مدد كوونكى

وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلرَّجْعِ ﴿١١﴾

86:11 قسم دى په اسمان چې خاوند د باران دى

وَٱلْأَرْضِ ذَاتِ ٱلصَّدْعِ ﴿١٢﴾

86:12 او په ځمكه چې د (زرغونې راوتلو لپاره) چاودېدلو والا ده

إِنَّهُۥ لَقَوْلٌ فَصْلٌ ﴿١٣﴾

86:13 بېشكه دا (قرآن) یقینًا (د حق او باطل) بېلونكې وینا ده

وَمَا هُوَ بِٱلْهَزْلِ ﴿١٤﴾

86:14 او دا هیڅكله عبثه (او د ټوقو) خبره نه ده

إِنَّهُمْ يَكِيدُونَ كَيْدًا ﴿١٥﴾

86:15 بېشكه دوى مكر او چل كوي، یو چل كول

وَأَكِيدُ كَيْدًا ﴿١٦﴾

86:16 او زه هم یو تدبیر كوم، تدبیر كول

فَمَهِّلِ ٱلْكَـٰفِرِينَ أَمْهِلْهُمْ رُوَيْدًۢا ﴿١٧﴾

86:17 نو ته كافرانو ته مهلت وركړه، ته دوى ته لږ مهلت وركړه

Do you really know Surah At-Tariq by heart?

A short test shows exactly where you slip. No sign-up, free.

Start the test

Hear Surah At-Tariq from all 90 reciters →