QuranQuiz bySALSABIL STUDIO
Open the appOpen app

سورة العاديات

Surah Al-'Adiyat in Pashto

11 ayat · Meccan · Surah 100 of 114

🌐 Translation: پښتو

Englishالعربية (بلا ترجمة)اردوBahasa IndonesiaBahasa MelayuTürkçeFrançaisDeutschEspañolPortuguêsItalianoNederlandsРусскийفارسیবাংলাहिन्दीSoomaaliKiswahiliHausaShqipBosanskiAzərbaycancaOʻzbekcha中文日本語한국어ภาษาไทยTiếng ViệtTagalogپښتوPolskiSvenskaNorskSuomiČeštinaRomânăБългарскиУкраїнськаעבריתதமிழ்മലയാളംతెలుగుमराठीગુજરાતીनेपालीසිංහලঅসমীয়াسنڌيدریKurdîދިވެހިئۇيغۇرچەአማርኛAfaan OromooYorùbáKinyarwandaBamanankanChiyaoTamaziɣtMëranawТоҷикӣҚазақшаТатарчаភាសាខ្មែរEnglish (Abdel Haleem)

Translation: Zakaria Abulsalam

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَٱلْعَـٰدِيَـٰتِ ضَبْحًا ﴿١﴾

100:1 قسم دى په تېزو ځغلېدونكو اسونو، چې له سینو او ګېډو نه اواز ایستونكي دي

فَٱلْمُورِيَـٰتِ قَدْحًا ﴿٢﴾

100:2 پس (قسم دى) په هغو اسونو چې په خپلو سُمانو سره تیږې وهي او اور را ایستونكي دي

فَٱلْمُغِيرَٰتِ صُبْحًا ﴿٣﴾

100:3 پس (قسم دى) په هغو اسونو چې د سبا په وخت كې لوټمار كوونكي دي

فَأَثَرْنَ بِهِۦ نَقْعًا ﴿٤﴾

100:4 نو په دغه وخت كې دغه (اسونه) ګرد پورته كوي

فَوَسَطْنَ بِهِۦ جَمْعًا ﴿٥﴾

100:5 پس په دغه وخت كې د لويې ډلې په مینځ كې ننوځي

إِنَّ ٱلْإِنسَـٰنَ لِرَبِّهِۦ لَكَنُودٌ ﴿٦﴾

100:6 چې بېشكه انسان د خپل رب ډېر ناشكره دى

وَإِنَّهُۥ عَلَىٰ ذَٰلِكَ لَشَهِيدٌ ﴿٧﴾

100:7 او بېشكه دى په دې خبره یقینًا ښه خبردار (او ګواه) دى

وَإِنَّهُۥ لِحُبِّ ٱلْخَيْرِ لَشَدِيدٌ ﴿٨﴾

100:8 او بېشكه دى د مال په مینه كې یقینًا ډېر سخت دى

۞ أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِى ٱلْقُبُورِ ﴿٩﴾

100:9 ایا نو دى نه پوهېږي كله چې هغه (مړي) راوښكل شي چې په قبرونو كې دي؟

وَحُصِّلَ مَا فِى ٱلصُّدُورِ ﴿١٠﴾

100:10 او هغه څه راښكاره كړى شي چې په سینو كې دي

إِنَّ رَبَّهُم بِهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّخَبِيرٌۢ ﴿١١﴾

100:11 بېشكه د دوى رب په دغې ورځ كې په دوى باندې یقینًا ښه خبردار دى

Do you really know Surah Al-'Adiyat by heart?

A short test shows exactly where you slip. No sign-up, free.

Start the test

Hear Surah Al-'Adiyat from all 90 reciters →