QuranQuiz bySALSABIL STUDIO
Open the appOpen app

سورة الغاشية

Surah Al-Ghashiyah in Pashto

26 ayat · Meccan · Surah 88 of 114

🌐 Translation: پښتو

Englishالعربية (بلا ترجمة)اردوBahasa IndonesiaBahasa MelayuTürkçeFrançaisDeutschEspañolPortuguêsItalianoNederlandsРусскийفارسیবাংলাहिन्दीSoomaaliKiswahiliHausaShqipBosanskiAzərbaycancaOʻzbekcha中文日本語한국어ภาษาไทยTiếng ViệtTagalogپښتوPolskiSvenskaNorskSuomiČeštinaRomânăБългарскиУкраїнськаעבריתதமிழ்മലയാളംతెలుగుमराठीગુજરાતીनेपालीසිංහලঅসমীয়াسنڌيدریKurdîދިވެހިئۇيغۇرچەአማርኛAfaan OromooYorùbáKinyarwandaBamanankanChiyaoTamaziɣtMëranawТоҷикӣҚазақшаТатарчаភាសាខ្មែរEnglish (Abdel Haleem)

Translation: Zakaria Abulsalam

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَـٰنِ ٱلرَّحِيمِ

هَلْ أَتَىٰكَ حَدِيثُ ٱلْغَـٰشِيَةِ ﴿١﴾

88:1 ایا تا ته (يعنې خلقو لره) د پټوونكي (قیامت) خبر راغلى دى؟

وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ خَـٰشِعَةٌ ﴿٢﴾

88:2 څه مخونه به په دغې ورځ كې خوار (او) وېرېدونكي وي

عَامِلَةٌ نَّاصِبَةٌ ﴿٣﴾

88:3 سخت كار كوونكي، ستړي كېدونكي به وي

تَصْلَىٰ نَارًا حَامِيَةً ﴿٤﴾

88:4 ډېر ګرم اور ته به ننوځي

تُسْقَىٰ مِنْ عَيْنٍ ءَانِيَةٍ ﴿٥﴾

88:5 په دوى به له ډېرې ګرمې چېنې نه اوبه څښولى شي

لَّيْسَ لَهُمْ طَعَامٌ إِلَّا مِن ضَرِيعٍ ﴿٦﴾

88:6 د دوى لپاره به طعام نه وي مګر له اغزنې ترخې ونې نه

لَّا يُسْمِنُ وَلَا يُغْنِى مِن جُوعٍ ﴿٧﴾

88:7 چې نه څربول كوي او نه هېڅ لوږه لرې كوي

وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاعِمَةٌ ﴿٨﴾

88:8 څه مخونه به په دغې ورځ كې تروتازه وي

لِّسَعْيِهَا رَاضِيَةٌ ﴿٩﴾

88:9 په خپل كوشش به راضي (خوشاله) وي

فِى جَنَّةٍ عَالِيَةٍ ﴿١٠﴾

88:10 په اوچت جنت كې به وي

لَّا تَسْمَعُ فِيهَا لَـٰغِيَةً ﴿١١﴾

88:11 دوى به په دغه (جنت) كې هېڅ بېكاره خبره نه اوري

فِيهَا عَيْنٌ جَارِيَةٌ ﴿١٢﴾

88:12 په دغه (جنت) كې روانه چینه ده

فِيهَا سُرُرٌ مَّرْفُوعَةٌ ﴿١٣﴾

88:13 په دغه (جنت) كې اوچت تختونه دي

وَأَكْوَابٌ مَّوْضُوعَةٌ ﴿١٤﴾

88:14 او (په اندازې سره) ایښودل شوي جامونه دي

وَنَمَارِقُ مَصْفُوفَةٌ ﴿١٥﴾

88:15 او په قطار كې ایښودل شوي بالښتونه دي

وَزَرَابِىُّ مَبْثُوثَةٌ ﴿١٦﴾

88:16 او غوړول شوي اعلی فرشونه دي

أَفَلَا يَنظُرُونَ إِلَى ٱلْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ ﴿١٧﴾

88:17 ایا نو دوى اوښانو ته نه ګوري چې دوى څرنګه پیدا كړى شوي دي؟

وَإِلَى ٱلسَّمَآءِ كَيْفَ رُفِعَتْ ﴿١٨﴾

88:18 او اسمان ته چې دى څنګه اوچت كړى شوى دى؟

وَإِلَى ٱلْجِبَالِ كَيْفَ نُصِبَتْ ﴿١٩﴾

88:19 او غرونو ته چې دوى څنګه ودرول شوي دي ؟

وَإِلَى ٱلْأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْ ﴿٢٠﴾

88:20 او ځمكې ته چې څنګه غوړول شوې ده؟

فَذَكِّرْ إِنَّمَآ أَنتَ مُذَكِّرٌ ﴿٢١﴾

88:21 نو ته پند وركړه، بېشكه ته خو يواځې پند وركوونكى يې

لَّسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ ﴿٢٢﴾

88:22 ته په دوى باندې مسلط كړى شوى نه يې

إِلَّا مَن تَوَلَّىٰ وَكَفَرَ ﴿٢٣﴾

88:23 مګر هغه څوك چې (له ایمانه) وګرځي او كافر شي

فَيُعَذِّبُهُ ٱللَّهُ ٱلْعَذَابَ ٱلْأَكْبَرَ ﴿٢٤﴾

88:24 نو الله به ده ته عذاب وركړي تر ټولو لوى عذاب

إِنَّ إِلَيْنَآ إِيَابَهُمْ ﴿٢٥﴾

88:25 بېشكه خاص مونږ ته د دوى بېرته راتګ دى

ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُم ﴿٢٦﴾

88:26 بیا یقینًا د دوى حساب زمونږ په غاړه دى

Do you really know Surah Al-Ghashiyah by heart?

A short test shows exactly where you slip. No sign-up, free.

Start the test

Hear Surah Al-Ghashiyah from all 90 reciters →